سلمان اکرم د عمران خان په استازیتوب سترې محکمې ته د هر ډول ډاډ ورکولو نه انکار کړې دې

0
167

باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي د چيئرمېن وکيل سلمان اکرم راجا د عمران خان په استازيتوب سپريم کورټ ته د څه قسمه ډاډ ورکولو څخه ډډه کړې ده.

په سپريم کورټ کې د عمران خان په ضد د توهين عدالت د مقدمې اورېدنې په مهال ايډيشنل اټارني جنرل وويل چې د لانګ مارچ د پرامن پاتې کېدو ډاډ ورکړل شي.
په دې اړه چيف جسټس وويل چې د عمران خان وکيل ته هدايات شوي چې خپل موکل ته دې ارامه پاتې شي.

د چيف جسټس د ريمارکس په اړه سلمان اکرم راجا وويل چې په دې اړه د موکل هدايت نه لري، چې په ځواب کې جسټس عمر عطا بنديال وويل، تاسو فکر کوئ چې ستاسو موکل عمران خان به د قانون خلاف ورزي وکړي؟

وروسته عدالت د مقدمې اورېدنه د يوې اوونۍ لپاره وځنډوله.
…………………

Leave a reply