صدر پاکستان ډاکټر عارف علوی وایی چې د فوځ مشر په ټاکنه کښې به له لومړي وزیرسره مشوره وکړي

باغی ټي وي رپورټ
ولسمشر عارف علوي وايي، د پوځ د مشر په اړه به د وزیراعظم په مشوره عمل کوي.
دسرچينو ترمخه صدر عارف علوي دخپلو نزدې ملګرو سره ليدنه کړې چې پکې دپوځ سرلښکر ټاکلو په اړه خبرې اترې شوي دي.
دسرچينو له مخې جمهوررئيس وويل چې دپوځ سرلښکر په اړه به دصدراعظم په مشوره عمل کوي.
عارف علوي له ملګرو سره په خبرو کې وویل چې زه دا قانوني اختیار نه لرم چې د وزیراعظم د مشورې مخه ونیسم نو ما هیڅکله د ریاست په چارو کې لاسوهنه نه ده کړې.






