په سندهه کښې د سیلابونو له امله ویجاړې شوې د اورګاړي پټلې بحال نه شوه، سرکونو هم ویجاړ دي چې خلک ی ستونزو سره مخ کړي دي

0
162

باغی ټي وي رپورټ
د سندهه په مختلفو ښارونو کې سیلاب ځپلي سړکونه او د اورګاډي پټلۍ لا هم نه دي بحال شوي.

په دادو کې د سیلاب ځپلي سړکونه اوس هم ویجاړ دي، په داسې حال کې چې په سیهون او جامشورو کې د اورګاډي پټلۍ لا هم نه دي بحال شوي.
د اورګاډي د سرچینو په وینا، د پټلۍ د ساتنې کار به د اوبو له کمښت وروسته پیل شي.

بل خوا د سيپکو سرچينې وايي، چې د فريد اباد گرډ سټېشن لا هم بند دى، چې له امله يې ډېر کلي له برېښنا بې برخې دي.

د ضلعي انتظاميي وينا ده چي د ضلعي انتظاميي لخوا سيلاب ځپلو سيمو کښي د سروي کار روان دي۔

Leave a reply