اسلام آباد هایی کورټ ویلي دي چې د عام اولس حق باید اغیزمن نه شی ،خلک حق لری چې غونډه وکړي خو چې د خلکو حقونو اغیزمن نه شي

0
160

د اسلام آباد هائي کورټ چيف جسټس وئيلي دي چي دا د هيچا حق نه دے چي ووائي په لوئي لار کښيني او هلته ودريږي په داسي حال کښي چي څوک جلسه کول غواړي هغه حق لري خو د عامو وګړو حق نه دي پکار چې اغیزمن شي.

د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس جسټس عامر فاروق د پي ټي آئي دھرنې له وجې د ممکنه لارو بندولو په ضد د مقامي تاجرانو د درخواست اورېدنه کړې ده په کومه کښې چې عدالت د تاجرانو درخواست د پي ټي آئي دھرنې د اين او سي اخستلو سره يوځاې کړې دې۔ د اورېدنې په مهال اېډوکېټ جنرل بيرسټر جهانګير جدون او اېډيشنل اټارني جنرل منوراقبال دوګل عدالت ته حاضر شول.

د تاجرانو وکيل زياته کړه چې کنټينر په سړکونو کیښودل شوي دي دي چې له وجې يې مشکلات رامخې ته شوي دي په داسې حال کې چې د اسلام آباد ايډوکېټ جنرل دريځ خپل کړو چې د دھرنې او جلسې لپاره د پي ټي آئي درخواست هم په ځاې دے او هم دې ورسره واوريدل شي۔
د درخواست کوونکي وکيل وويل چې په لويو لارو او موټروېز د ټريفک روانۍ يقيني کولو لپاره دې احکامات جاري کړل شي چې په دې اړه چيف جسټس ريمارکس ورکړو چې که لويې لارې او موټروې بندې شي نو تجارت به هم متاثره شي، دا د هيچا حق نه دے. بايد وويل شي چې په لويې لارې به دھرنا کوي او هلته به ولاړ وي، جسټس شوکت عزيز صديقي د دھرنې په مقدمه کې حکم کړى و چې ټولې جلسې به په پريډ ګراؤنډ کې کولى شي.

چيف جسټس وويل په اسلام اباد کې بهرنيان دي، سفارتي تحريک هم متاثره کيږي، څوک چې جلسه کول غواړي دهغوي حق دى خو دعام اولس حقونه بايد متاثره نۀ شي.
جسټس عامر فاروق ريمارکس ورکړو چې د لويو لارو او موټرو کنټرول د وفاق پورې اړه لري، ښکاره خبره ده چې وفاق په دې اړه هدايات کولى شي.

وروسته عدالت د مظاهرې او احتجاج له وجې د سړکونو بندولو په ضد د تاجرانو د درخواست اورېدنه تر سبا پورې وځنډوله.

Leave a reply