د امریکا پخواني اولس مشر اعلان کړې چې هغه بیا د ولسمشرې په ټاکنو کښې بیا کاندید شي

باغی ټي وی رپورټ
د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان وکړ چې د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو ته به ځان کاندید کړي او د نوماندۍ اسناد به یې وړاندې کړي.
د بهرنیو رسنیو له مخې د امریکا په فلوریډا ایالت کې خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان وکړ چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې به ځان کاندیدوي.
په دې موقع صدر بایډن تبصره وکړه چې ټرمپ امریکا ناکامه کړې ده او په منځ مهاله انتخاباتو کې یې د جمهوري غوښتونکو د استازو د مجلس د کنټرول امکان هم څرگند کړی دی.
ډونلډ ټرمپ په ولسي جرګه کې ۲۱۶ څوکۍ لري او یوازې ۲ څوکیو ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې دیموکراتان ۲۰۵ څوکۍ او ۱۴ څوکۍ لري.
وروسته، د سنا کنټرول د بایډن ګوند، دیموکراتانو لخوا وګټل شو.






