عمران خان چې کوم عدالت ته هم ځي نو مونږ به ورسره مخامخ شو: شاهزیب خانزاده

0
208

باغی ټي وي رپورټ
د جيو نيوز د پروګرام کوربه شاهزيب خانزاده د عمران خان د تورونو په اړه ويلي دي چې د پي ټي ائي چيئرمېن په کومه محکمه کې چې وغواړي ځو موږ به ورسره مخامخ شو.

تيره ورځ جيو نيوز په متحده عرب اماراتو کښې يو پاکساني عمر فاروق راوغوښتو چې د وزيراعظم په توګه د عمران خان په استازيتوب توشه خانې ته ډالۍ خرڅوي.
عمر فاروق د جيو نيوز په پروګرام کې وويل چې د احتساب په اړه د عمران خان سلاکار ورته زنګ وواهه او ورته يې وويل چې ډېر ارزښتناکه تحفې دي چې موږ يې پلورل غواړو، دا ډالۍ د فرح جميل له خوا پلورل شوې وې.

په دې اړه عمران خان په سوشل میډیا ویلي، بس! پرون جیو او خانزاده د خپلو ملاتړو په مرسته د یوه مشهور جعلکار او په نړیواله کچه د مطلوب مجرم بې اساسه کیسه جوړه کړه.
عمران خان په خپل ټوېټ کې زیاته کړې، چې ما له خپلو وکیلانو سره خبرې کړې دي او اراده لرم چې د جیو، خانزاده او دغه درغلۍ پر ضد نه یوازې په پاکستان بلکې په انګلستان او اماراتو کې هم قانوني کاروايي وکړي.
………………………………………….

Leave a reply