د کینیا خبریالې دعوی کړې چې د کینیا پولیسو په بیانونه کښې تضادات او بدلونونه دي

0
68

باغی ټي وي رپورټ
په کینیا کښې میشت یوې خبریالې په خپل بیان کښې ویلي دي چې د کینیا د پولیسو تحقیقاتو کشې “تضادات او بیلا بیلو دریځونو دي چې د ارشد شریف د وژنې پلټنې شکمنې کوي.

له جيو نيوز سره په خبرو کې خبرياله نګينه کراوري وويل، چې پاکستاني ډله به زر تر زره د کينيا له چارواکو سره د دې مسئلې پايلې ته ورسېږي، په کينيا کې په پلټنو کې ډېرې نيمګړتياوې او تضادونه تر سترګو کېږي.
نګینه کروري وویل چې وقار احمد او خرم احمد د حقایقو په رابرسیره کولو کې مهم شاهدان دي، حقیقت به رابرسیره شي خو داسې نه ښکاري چې دوی به د کینیا له پولیسو یا وقار څخه راووځي، د حقیقت راوسپړلو لپاره به د خپلواکې ادارې رول هم ډیر مهم وي.
هغه وويل چې د ارشد شريف د وژنې وروستو د کينيا د پوليسو پلټنې له تضادونو ډکې دي، پوليسو ويلي دي چې سړک بند وو په داسې حال کې چې وړې تيږې وې، هيڅ بلاک نه وو، د جي ايس يو افسران هم سړک نه بندوي. د دواړو موټرو نمبر پلیټونه هم مختلف وو.

ده ووئيل چې پي اين اېس هم د ارشد شريف پېښې په اړه واضح بيان نه دے وركړې او د ارشد شريف پوسټ مارټم رپورټ هم په كينيا كښې نه دے جاري كړې شوې۔
……………..

Leave a reply