جنرال قمر جاوېد باجوه د پاکستان فوځ سپاهیانو او افسرانو ته لارښوونه کړې چې دوې دې مسلکيتوب ته پام وکړي

باغی ټي وي رپورټ
دپوځ سرلښکر جنرل قمر جاويد باجوه د الوداعي دورونو لړۍ روانه ده، دپوځ سرلښکر تيره ورځ د پاکستان ملټري اکيډمۍ (پي ايم اے) کاکول او دبلوچ ريجمنټل سنټر ايبټ اباد دوره وکړه.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو (آی ایس پي آر) له مخې د راولپنډۍ کور کمانډر لیفټیننټ جنرل ساحر شمشاد د پوځ مشر د پی ایم اې ته په رارسیدو هرکلې وکړ.
د آئي اېس پي آر ترمخه آرمي چيف جنرل قمر جاويد باجوه پي ايم اے کښې د شهدا په يادګار باندې د ګلونو ګېډۍ کېښوده، فاتحه يې وکړه او د کيډټس او افسرانو سره يې هم خبرې وکړې.
د آئي ايس پي آر ترمخه جنرل قمر جاويد باجوه د فوځ سپاهیانو او ځوانانو ته لارښوونه وکړه چي مسلکيتوب او ډسپلن ته پام وکړي.
د دې نه علاوه آرمي چيف د بلوچ ريجمنټ سنټر د شهيدانو په يادګار باندې د ګلونو ګيډۍ هم واچولې۔جنرل قمر جاويد باجوه د بلوچ ريجمنټ له حاضر سروس او ريټايرډ افسرانو او سپاهيانو سره هم ملاقات اوکړو۔





