د شاهین شاه آفریدي زخم به ډیر سخت نه وي: شاهد خان آفریدي

0
70

باغی ټي وي رپورټ
پخواني کپتان شاهد اپریدي د ملي لوبډلې تیز بالر شاهین افریدي د ټپي کیدو په اړه خبرې کړي دي.

نجي ټي وي سره خبرو كښې شاهد آفريدي ووئيل زما د زنګون زخم هم ډېر وخت وو او ډېر درد به ی هم کولو

هغه وویل، زه فکر کوم چې شاهین چې پخوا ټپي شوی و، هماغه ټپ دی، خو دا ټپ به ډېر جدي نه وي، انشاالله، شاهین به ډېر ژر روغ شي.
شاهین افریدي د شل اوریز نړیوال جام په پای لوبه کې په یوه مهم پړاو کې خپل اوور بشپړ نه کړای شو، نوموړی په ۱۶م اوور کې د توپ وهلو وروسته له میدان څخه ووت، چې وروسته افتخار احمد پاتې اوور بشپړ کړ.

د کیچ اخیستلو پر مهال د شاهین افریدي زنګون پر زمکه لګیدلې او بیا هغه روستو د خپل اوور آخري بالونه و نه کړې شول او هغه د میدان څخه اووتلو.

Leave a reply