د امارت اسلامی افغانستان وزیر آغاخان فاونډیشن نماینده سره ملاقات

0
197

باغي ټي وي رپورټ
په افغانستان کښې د امارت اسلامی حکومت راتلو نه پس ددې حکومت مشرانو د نړیوال سازمانونو او هم دغه شان د نورو مغربي او مسلمان هیوادونو مشرانو سره د ملاقاتونو لړۍ جاري ده.

نن د امارت اسلامی افغانستان وزیر خارجه مولوي امیرخان متقی د آغا خان فاونډیشن نماینده سره هم لیدلي او په افغانستان کښې ی افغان اولس ته راپیښې په یو شمیر ستونزو ټینګار کړې دې.
په دې موقع د امارت اسلامی نمانیده د آغا خان فاونډیشن نماینده اکبر علی پسناني سره په دې خبره زور ورکړو چې افغان اولس سره دې بشري مرستې جاري وساتل شي.
د امارت اسلامی وزیر هم د سازمان نماینده ته په افغانستان کښې د بشري مرستو جاري ساتلو او د خپل سازمان له طرف نه د انساني خدمت جاری ساتلو غوښتنه وکړه.

Leave a reply