ناروې هیواد له طرف نه د افغان اولس سره د بشري مرستو ژمنه شوې

0
174

باغي ټي وي رپورټ
د امارت اسلامی افغانستان وزیر خارجه مولوي امیرخان متقي د ناروې هیواد نمایندګانو سره ملاقات کړې ، په دې ملاقات کښې د امارت اسلامی افغانستان لپاره دوی ته هرکلې اوویل شول او په یو شمیر مسلو ورسره ټینګار شوې دې.

د افغانستان او ناروي مشران په دې متفق شو او په دې خبره ی زور ورکړو چې افغان اولس سره باید د سیاست پرته بشري مرستې وشی او په دې کښې کوم سیاست او امتیازی رویه و نه شي.
د ناروی هیواد نمایندګانو له طرف نه په کابل کښې د ښه امنیت ټینګولو لپاره د امارت اسلامی ستاینه وشوه او ژمنه ی وکړه چې راروان د یخنۍ په موسم کښې به افغان اولس سره بشري مرستې وکړي.
د ناروی حکومت نمایندګانو زیاته کړې چې په افغانستان د اقتصادي بندیزونو له وجهې دې هیواد کښې ضرورت مند اولس ته بشري مرستو رسولو کښې ستونزې راپیښې شوي دې.
یاده دې وی چې د مغربي هیوادونو او د امریکا د مالي ادارو له طرف نه په افغانستان څه اقتصادی بندویزو لګیدلی ، ولې څو ورځې وړاندې امریکا اعلان کړې وو چې د افغانستان نه مو څه مالی بندیزونه لري کړي او دوی کولې شي نړۍ سره لین دین وکړي او د دارو درمل اخستو لپاره د نړۍ هیوادونو نه دوایی او نور د ضرورت سامان واخلي.
یاده دې وي چې پاکستان هم د نړۍ او امریکا نه غوښتي چې دوی دې افغانستان سره اړیکي ټینګې کړي او افغانستان دې یواځې نه پرې ږدي چې دلته بیا ترهګرۍ وده وه نه کړي او په دې هیواد کښې امن او ترقي راشي.

Leave a reply