د افغانستان بانک:  د بشري مرستو په لړ کې د ۴۰ میلیونه ډالرو یوه بله بسته مو ترلاسه کړه  

0
193

د افغانستان بانک:  د بشري مرستو په لړ کې د ۴۰ میلیونه ډالرو یوه بله بسته مو ترلاسه کړه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) وايي، دغه مرستې په یوه سوداګریز بانک کې زیرمه شوي او ط.البانو ته به نه ورکول کېږي. د ط.البانو له نفوذ وروسته د افغانستان بهرنۍ شتمنۍ کنګل شوې او نړیوالو بانکونو ته د حکومت لاسرسی بند شوی. دغه محدودیت افغانستان کې د بحران لامل شوی او د افغانستان د ملي اسعارو ارزښت کې د چټک کمښت لامل شوی.

(2022 / 11 / 13   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د افغانستان مرکزي بانک، خبر ورکړی، چې نن یکشنبه د عقرب په ۲۲مه، د ۴۰ میلیونو امریکايي ډالرو نغدي بسته کابل ته راورسېده.

تر دې دمه د ۴۰ میلیونو ډالرو په ارزښت ۱۵ کڅوړې او د ۳۲ میلیونو ډالرو په ارزښت له ۳۰ ډېرې کڅوړې افغانستان ته رسېدلي دي.

د مرکزي بانک د شمېرو له مخې، پر افغانستان د ط.البانو له واکمنۍ وروسته د نړیوالې ټولنې د نغدي مرستو مجموعي اندازه څه باندې یو میلیارد او ۵۵۳ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.

دغه اندازه پيسې په خصوصي تجارتي بانک کې ساتل کيږي. تر اوسه د دغو مرستو د کارولو په اړه معلومات نشته او تر اوسه یې څومره کارول شوي دي.

د دغو مرستو سرچینه هم روښانه نه ده.

اړوند موضوعات:

د نغدي مرستو څلورمه بسته نن د افغانستان بانک ته وسپارل شوه 

Leave a reply