د امریکا د سفارت شارژدافیر د افغانانو د وضعیت د څیړلو لپاره پاکستان ته تللې

0
166

د امریکا د سفارت شارژدافیر د افغانانو د وضعیت د څیړلو لپاره پاکستان ته تللې

ډیری افغان اتباع چې د SIV، P1، P2 فایلونه لري او په پاکستان کې د بیا میشتیدنې په تمه دي د کیرن ډیکر د لیدنې هرکلی کوي. کیرن ډیکر تر دې مخکې ترکیې ته هم سفر کړی و چې د ښځو فعالانو او ژورنالیستانو په ګډون د افغانانو له بېلابېلو ډلو سره خبرې وکړي.

(2022 / 11 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیر کیرن ډیکر ویلي چې په پاکستان کې د افغانانو د وضعیت د څیړلو لپاره یې اسلام اباد ته سفر کړی دی.

د افغانستان لپاره د امريکا د سفارت شارژدافير تېره ورځ د سلواغې په ١٧مه په يوه ټويټ کې ليکلي، چې په پاکستان کې د افغانانو د وضعيت په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو او له هغو کسانو او ډلو سره د ليدو لپاره دغه هېواد ته تللې چې د افغانانو د ملاتړ لپاره کار کوي.

د دغه امریکايي چارواکي دغه سفر په داسې حال کې کېږي، چې تېره ورځ پخواني ولسمشر حامد کرزي د رسنیو د راپورونو په حواله ویلي وو، چې پاکستان د دغه هېواد په سند ایالت کې شاوخوا ۱۱۰۰ افغان کډوال نیولي او بندیان کړي دي.

په همدې حال کې نن سهار د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ چې د ط.البانو حکومتي چارواکي یې مشري کوي، خبر ورکړی چې ۳۰ تنه افغان اتباع چې نیول شوي وو، خوشې شوي دي.

اړوند موضوعات: 

په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیر د ظریفه یعقوبي د خوشې کیدو غوښتنه وکړه

Leave a reply