د افغانستان بدخشان ولایت نن سهار وختي ۵ اعشاریه ۴ درجې زلزلې ولړزاوه.

0
57

د افغانستان بدخشان ولایت نن سهار وختي ۵ اعشاریه ۴ درجې زلزلې ولړزاوه.

7 نومبر 2022

د دوشنبې پر ورځ سهار شاوخوا ۷:۵۵ دقیقې په بدخشان ولایت کې د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۴ درجې زلزله ثبت شوې ده.

 

د امریکا د ځمکپوهنې ادارې خبر ورکړی، چې د زلزلې مرکز د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې و.

 

د دې زلزلې ژوروالی د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې ۱۰۳ کیلومتره ژوروالی درلود.

 

د سرچينې د څرګندونو له مخې؛ دغې زلزلې د فيض آباد ښار، اشکاشم او د تاجکستان ځينې برخې هم لړزولې دي.

 

تر اوسه د دغې زلزلې د زیانونو په اړه څه ویل شوي ندي.

Leave a reply