ټرمپ: ټاکل شوې وه امریکايي ځواکونه د بګرام هوايي ډګر له لارې ووځي خو هغسې ونشول
ټرمپ: ټاکل شوې وه امریکايي ځواکونه د بګرام هوايي ډګر له لارې ووځي؛ خو هغسې ونشول
د امریکا پخواني ولسمشر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې ټاکل شوې وه امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه د بګرام هوايي ډګر له لارې ووځي؛ خو هغسې ونشول.
(2021 / 9 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
د امریکا پخواني ولسمشر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې ټاکل شوې وه امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه د بګرام هوايي ډګر له لارې ووځي؛ خو هغسې ونشول.
نوموړي همدا راز ویلي چې داسې هم ویل شوي ؤ چې امریکايي ځواکونه به د بګرام هوايي ډګر له لارې ووځي او نور میدانونه به پر بمونه الوځول کېږي؛ خو داسې ونشول.
دۀ د بایډن د تخلیې ماموریت یو ځل بیا ناکام ګڼلی او ویلي یې دي چې د بایډن غلطه پالیسي وه چې په آخر وخت کې هم امریکا دیارلس سرتېري افغانستان کې له لاسه ورکړل.
تر دې وړاندې هم ټرمپ او نورو امریکايي جګ پوړو چارواکو د بایډن په ادارې جدي نیوکې کړې وې او ویلي یې ؤ چې بایډن باید له دندې استعفاء ورکړي ځکه د دوی په وینا چې بایډن نوره دنده پر مخ نشي وړلی.