ایران کې پر پنځو زده کوونکو جنسي تیری شوی

ایران کې پر پنځو زده کوونکو جنسي تیری شوی
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د ختیځ ازربایجان په اهر سیمه کې په یو ښوونځي کې پر پنځو زده کوونکو جنسي تېری شوی دی.
(2021 / 9 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د ختیځ ازربایجان په اهر سیمه کې په یو ښوونځي کې پر پنځو زده کوونکو جنسي تېری شوی دی.
دا پېښې وروسته تر هغه رسنیزې شوې چې تر دې وړاندې هم د ښوونځي یو استاد هڅه کوله چې له ماشومانو جامې وباسي خو لیدل شوی او د خلکو له لوري نیول شوی وو.
د ټولنیزو رسنیو فعالانو ویلي چې یاد ښوونکی ایراني دولت د بې ځایه باور له مخې بېرته خوشې کړی دی او په همدې توګه یې په لوی لاس دې پېښو ته زمینه برابره کړې ده. ایران کې د ټولنیزو رسنیو فعالانو پر دې پېښو توند غبرګونونه ښودلي دي.
اعتراض کوونکي د ایران دولت ملامت بولي او زیاتوي چې ایراني حکومت تر اوسه پورې په دې اړه جدي پلټنې نه دي کړې او دې ته ورته موضوعات چې ورسره شریک شوي ډېر سطحي یې نیولي دي.






