هملند، ارزګان، پکتیکا، ننګرهار او نورستان ولایتونو کې زرګونه کورنیو سره مرسته وشوه.

0
287

هملند، ارزګان، پکتیکا، ننګرهار او نورستان ولایتونو کې زرګونه کورنیو سره مرسته وشوه.

3 نومبر 2022

په هلمند، روزګان، پکتیکا، ننګرهار او نورستان کې د یو شمېرخیریه بنسټونو په مرسته پر زرګونو اړمنو کورنیو نغدي، خوراکي او د غیر خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.

 

په نورستان کې د (UNHCR) په مرسته پر ۹۰۸ اړمنو کورنیو نغدې پیسې ووېشل شوې.

د نورستان ځايي چارواکي وايي چې په مرسته کې پر هرې کورنۍ ۷۰۰ امریکايي ډالر ووېشل شول.

 

په ورته وخت کې د روزګان په خاص روزګان ولسوالۍ کې هم پر ۳ زره ۹۰۷ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.

د روزګان د کار او ټولنیزو چارو ریاست وايي چې په مرسته کې پر هرې کورنۍ اوړه، دال، غوړي او د ماشومانو لپاره مقوي خواړه ووېشل شول.

 

په همدې حال کې د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې هم پر ۱۷۹ اړمنو کورنیو مرستې وېشل شوې دي.

د هلمند سیمه ييز مسوولین وايي چې په مرسته کې پر هرې کورنۍ اوړه، وریجې، لوبیا، دال مالګه او غوړي ووېشل شول.

اړوند موضوعات

شهداء او معلولینو وزارت: پکتیا ولایت کې د ۴۰۰ اړمنو کورنیو سره خوراکي توکو مرسته وشوه.

په ورته وخت کې د ننګرهار په مرکز او دریو ولسوالیو کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د همکارو موسسو په همکارۍ له ۱۳۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

Leave a reply