متقي د چین سفیر سره ملاقات کړې دې

0
190

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د امارت اسلامی افغانستان عبوری حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقی د چین سفیر سره لیدنه کړې دې.

په دې ملاقات کښې متقي د چین سفیر وینګ سره د افغانستان او چین ترمینځ د ښو اړیکو ټینګولو او په افغانستان کښې د بشري مرستو په موضوع خبرې وکړې .
یاده دې وی چې دا ملاقات په داسې وخت کښې شوې چې د افغانستان نه بعض نړیوال بندیزونه هم اوچت شوي او افغانستان وس کولې شي چې د نړۍ هیوادونو سره لین دین او تجارت وکړي.
یاده دې وی چې په دې ملاقات کښې د د دواړه هیوادونو ترمینځ تجارتي هلو ځلو ته وده ورکولو باندې ټینګار وشو او د چین هیواد سفیر د افغانستان سره تجارتی هلو ځلو ته وده ورکول اړین اوبلل.

Leave a reply