بهرنیو چارو وزارت وایي چې ټول هوایي شرکتونه بهر ته خپل پروازونه پیلولی شي

بهرنیو چارو وزارت وایي چې ټول هوایي شرکتونه بهر ته خپل پروازونه پیلولی شي
بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په هیواد کي د وروستي سیاسي بدلون په لړ کې د هوایي سکټور په برخه کې یو لړ تخنیکي ستونزې رامنځته شوې چې له امله یې بهرنې پروازونه بند شول…
(2021 / 9 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په هیواد کي د وروستي سیاسي بدلون په لړ کې د هوایي سکټور په برخه کې یو لړ تخنیکي ستونزې رامنځته شوې چې له امله یې بهرنې پروازونه بند شول او ډیر شمیر هیوادوال چې هېواد ته یې د راتګ پلان درلود ونه توانېدل چې راشي.
د یاد وزارت په خبره، کابل نړیوال هوایي ډګر هر ډول کورنیو او بهرنیو پروازونو ته چمتو دی او د افغانستان نوی حکومت ټولو هوایې شرکتونو ته د خپلې هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکوې او د ټولو هغو شرکتونو او هیوادونو څخه تمه لري چې پخوا یې کابل ته الوتنې لرلې یو ځل بیا د پخوا په څیر خپل پروازونه پیل کړي، تر څو موجوده ستونزې حل شې.





