د ا.ا.ا د خصوصي بانکونو د ستونزو د حل ژمنه کړې ده

د ا.ا.ا د خصوصي بانکونو د ستونزو د حل ژمنه کړې ده
د افغانستان بانک له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د ا.ا.ا د رییس الوزرا دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنیفي د خصوصي بانکونو له مشرانو او استازو سره کتلي دي او ددوی ستونزې او اندېښنې یې اورېدلې دي.
(2021 / 9 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
د افغانستان بانک له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د ا.ا.ا د رییس الوزرا دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنیفي د خصوصي بانکونو له مشرانو او استازو سره کتلي دي او ددوی ستونزې او اندېښنې یې اورېدلې دي.
په دې لیدنه کې د پیسو پر لېږد، د بانکي سیستم پر پیاوړتیا او د امنیت پر ټینګښت ټینګار شوی دی. مولوي حنیفي ویلي چې دوی د بانکونو ټولې ستونزې د قوانینو په رڼا کې حل کوي او هڅه کوي چې د بانکونو د فعالیت لپاره ډاډمنه فضا رامنځ ته کړي.
په دې غونډه کې د سوداګرۍ او مالیې وزارتونو چارواکو هم ګډون درلود. د بانکونو مسوولینو په دې غونډه کې د چارو د ښه مخ ته بېولو او بانکي نظام د پیاوړتیا لپاره خپل نظریات هم له حکومتي لوري سره شریک کړي او د ورته غونډو پر دوام ټینګار شوی دی.






