نړۍ باید د پاکستان سره د سیلاب ځپلو سره د مدد کولو او بحالولو په لړ کښې مرستې وکړي: د نړيوال باند جنوبي آسیا لپاره د مشر وینا

0
90

باغی ټي وي رپورټ

د جنوبي اسيا لپاره د ورلډ بينک نائب صدر مارټن رايسر وئيلي دي چې پاکستان د موسمي بدلون له وجې ډير متاثره شوې دې او داسې بارانونه بې مثاله دي۔

جيو نيوز سره په ځانګړې خبرو کې مارټن ريزر وويل نړۍ ته پکار ده چې پاکستان سره مرسته وکړي خو پاکستان ته هم د مالي اصلاحاتو او د سېلاب ځپلو لپاره د لارې نقشه جوړول پکار دي.

هغه وويل پاکستان ته به داخلي گامونه اخستل پکار دي، پاکستاني خلک دبريښنا لوړ بيلونو څخه انديښمن دي، په ويش کې د زيانونو او د نرخونو د لوړيدو له امله د انرجي اصلاحات ضروري دي.

د جنوبي اسیا لپاره د نړیوال بانک مرستیال دا هم ویلي چې د پاکستان د مالیې وزیر اسحاق ډار د اصلاحاتو ډاډ ورکړی دی، اصلاحات د اوږدمهاله پانګونې لپاره هم مهم دي.

Leave a reply