د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ تمریناتي لوبه د باران له امله بې پایلې پای ته ورسېده.

0
57

د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ تمریناتي لوبه د باران له امله بې پایلې پای ته ورسېده.

19 اکتوبر 2022

د نړیوال شل اوریز جام تمریناتي لوبو په لړ کې نن ورځ د پاکستان او افغانستان کرکټ لوبډلو تر مینځ لوبه وشوه، چې د باران له امله بې نتیجې پای ته ورسیده.

 

افغان لوبډلې په دې لوبه کې په ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره پاکستانۍ لوبډلې ته د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه.

د پاکستان لوبډلې په دریو اورونو کې د ۱۹ منډو جوړولو وروسته د باران له امله لوبه ودروله.

د دې لوبې په پیل کې پاکستاني لوبغاړي شاهین افریدي افغان لوبغاړی رحمان الله ګربز په پښه کې ټپي کړ او روغتون ته یې ولېږه چې د هغه د پښې ایکسرې او عکس واخلي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د دوشنبې په ورځ خپله لومړۍ تمریناتي لوبه له بنګله دېش څخه د ۶۲ منډو په توپیر وګټله.

امروز افغانستان در جام آسیایی کرکت با پاکستان بازی می کند

 

افغان لوبډله به راتلونکې سې شنبه خپله لومړۍ لوبه له انګلستان سره کوي.

Leave a reply