د بهرنیو چارو وزرات سیاسي مرستیال سره افغانستان کې د سره صليب نړيوالې کمېټې مشر وکتل.

0
79

د بهرنیو چارو وزرات سیاسي مرستیال سره افغانستان کې د سره صليب نړيوالې کمېټې مشر وکتل.

18 اکتوبر 2022

د افغان دولت د بهرنیو چارو وزارت په یوه تازه خبرپاڼه کې راغلي چې نن له غرمې مخکې د بهرنيو چارو وزارت له سياسي معين عباس ستانکزي سره په افغانستان کې د سره صليب نړيوالې کمېټې مشر، ايلوا فيليون (Eloi Fillion) په ستوري ماڼۍ کې وليدل.

په پيل کې ښاغلي ايلوا په افغانستان کې د سره صليب نړيوالې کمېټې د فعاليتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې ياد سازمان په افغانستان کې له اوکراين وروسته د نړۍ په کچه تر ټولو لوی عمليات لري.‌

نوموړي وويل چې د روغتونونو، روغتيايي روزنيزو ادارو او توقيف خانو اړوندو خدمتونو تر څنګ د اوبو او انرژۍ، کرنې او بشري مرستو برخې ته هم خپل فعاليتونه پراخوي. ښاغلي ايلوا زياته کړه چې سږ کال يې په افغانستان کې خپل فعاليتونه د تېر کال په پرتله دوه چنده زيات کړي او په ۲۰۲۳م کال کې هم د دغې کچې ساتنې نيت لري.

محترم ستانکزي صيب د سره صليب له نړيوالې کمېټې څخه د هغوی د مرستو له کبله مننه وکړه او غوښتنه يې وکړه چې د اقتصادي ستونزو تر هواري پورې د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ور کړي.‌

 

محترم ستانکزي صيب په عين حال کې د افغانستان د اسلامي امارت په استازيتوب د ياد سازمان د فعاليتونو د ښه تر سراوي له پاره د مناسب چاپيريال برابرولو ډاډ ور کړ.

Leave a reply