د هند په ایالت اتراکهنډ کښې چورلکه راپریوتلې، ۶ تنه وژل شوي، په ترافیکي پیښه کښې هم یو شمیر کسان وژل شوي
باغی ټي وي رپورټ
د هند په اتراکنډ ایالت کې د یوې چورلکې د لوېدو له امله د پیلوټ په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي.د هندي رسنیو د راپور له مخې دغه چورلکه د اتراکنډ ایالت له پهټا څخه کیدارناته ته زیارت کوونکي لېږدول چې له ټکر سره مخ شول.
د هندي رسنیو د راپور له مخې د هیلي کوپټر حادثه د سه شنبې په ورځ غرمه شاوخوا ۱۲ بجې رامنځته شوه چې له امله یې چورلکه نسکوره شوه او د دوو پیلوټانو په ګډون یې ۶ تنه ووژل.
د پيښي په اړه اطلاع ترلاسه کيدو سره انتظاميي د امدادي کاروائي شروع کړي او مړي ئي هسپتال ته منتقل کړي دي۔
د هند د هوايي چلند وزارت وايي، تر اوسه د چورلکې د لوېدو لامل نه دی په ډاګه شوی.د هند په ګجرات ایالت کې د یوه بس او ټریلر تر منځ د ټکر له امله شپږ تنه وژل شوي دي.
د هندي رسنیو د معلوماتو له مخې، دا پېښه د احمد آباد ممبۍ په ملي لویه لاره هغه مهال رامنځ ته شوه، چې یوه بس هڅه وکړه، چې پر لویه لاره اوښتی او له ټریلر سره ټکر وکړ.
د هندي رسنیو د راپور له مخې په پېښه کې وژل شوي ټول کسان د بس مسافر وو چې په کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دي.