امریکا وایی د اتومي اثاثو د ساتنې لپاره د پاکستان پر عزم باور لرو

باغي ټي وي رپورټ
امریکا: د اتومي اثاثو د ساتنې لپاره د پاکستان پر عزم باور لرو
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د خپلو اټومي اثاثو د ساتنې لپاره د پاکستان پر هوډ باور لري.
د بهرنيو چارو وزارت وياند د جيو نيوز له استازي سره د خبرو پر مهال د پاکستان په اړه د ولسمشر جوبایډن د څرګندونو په اړه د خپل نظر څرګندولو په ترڅ کې وويل، چې ولسمشر جوبایډن په دې باور دی چې یو خوندي او هوسا پاکستان د امریکا ګټو ته ډېر مهم دی.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند دا هم وايي، چې له پاکستان سره د اوږدې مودې همکارۍ ته ارزښت ورکوي او امريکا د خپلو اټومي اثاثو د ساتنې لپاره د پاکستان پر هوډ باور لري.
ياده دې وي چې تېره ورځ د امريکا د ولسمشر يو بيان هم مخې ته راغلى و چې پکې يې د پاکستان ایټمي اثاثې غير منظمې بللې وې چې پکې د پاکستان ترڅنګ روس او چين هم شامل دي.
لومړي وزير شهباز شريف او د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري د امريکا د ولسمشر څرګندونې رد کړې او ويلي يې دي، چې د پاکستان اټومي اثاثې په بشپړه توګه خوندي دي او د نړيوالو قوانينو له مخې زموږ اټومي اثاثې زموږ د هېواد د سالميت لپاره دي نه د کوم هېواد پر ضد د تېري لپاره.






