د روسیې په فوځي روزنیز مرکز کې د ډزو په پایله کې ۱۱ تنه ووژل شول

0
73

باغي ټي وي رپورټ
د روسیې په پوځي روزنیز مرکز کې د ډزو په پایله کې ۱۱ تنه ووژل شول.
چارواکو د برید کوونکو هویت نه دی په ډاګه کړی، خو ویلي یې دي چې د پخواني شوروي اتحاد د یوه ایالت اوسېدونکي وو – عکس: فایل
چارواکو د برید کوونکو هویت نه دی په ډاګه کړی، خو ویل کېږي چې د پخواني شوروي اتحاد د یوه ایالت سره تړاو لري.
د روسیې په یوه پوځي روزنیز مرکز کې د ډزو په پېښه کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې دوو بریدګرو هغه رضاکاران په نښه کړل چې غوښتل یې د روسیې په استازیتوب په اوکراین کې جګړه وکړي.

په پېښه کې ښکېل دوه بریدګر چې د اوکراین پولې ته څېرمه د بلګراد په سیمه کې رامنځ ته شوه، ځای پر ځای ووژل شول.

چارواکو د برید کوونکو هویت نه دی ښودلی، خو ویلي یې دي چې د پخواني شوروي اتحاد د یوه ایالت اوسېدونکي وو.

Leave a reply