د قومي اسمبلۍ په 8 او د پنجاب اسمبلۍ په 3 حلقو ضمني انتخابات به نن ترسره شي

0
104

باغي ټي وي رپورټ
د قومي اسمبلۍ په 8 او د پنجاب اسمبلۍ په 3 حلقو ضمني انتخابات به نن ترسره شي
رایه اچونه به د سهار له اتو بجو څخه د مازدیګر تر پنځو بجو پورې پرته له وقفې دوام وکړي. د رينجرز، ايف سي او پاک فوځ د تعیناتو نوټيفيکيشن جاري کړے شوے دے۔

د قامي اسمبلۍ په 8 او د پنجاب اسمبلۍ په 3 حلقو د ضمني انتخاباتو لپاره د ووټ اچولو عمل به نن د سهار اته بجې شروع کیږي.

ضمني انتخابات به په حلقه اين اے ٢٢ مردان، اين اے ٢٤ چارسده، اين اے 31 پيښور، اين اے 108 فيصل آباد، اين اے 118 ننکانہ صاحب، اين اے 157 ملتان، اين اے 237 ملير کراچۍ او اين اے 239 کورنګي کراچۍ کې کيږي۔
بل لوري ته به د پنجاب اسمبلۍ په حلقه پي پي 139 شيخوپوره، پي پي 209 خانيوال او پي پي 241 بهاولنگر کې ضمني انتخابات هم کيږي.

په مردان، چارسده، پېښور، ملتان او فیصل اباد کې د قومي اسمبلۍ څوکیو لپاره سیالي کېږي.

NA 22 مردان
د مردان حلقه این اے 22 د تحریک انصاف علی محمد خان د استعفی نه پس خالی شوی ده ضمنی انتخاباتو کښي د پی ټی آئي چیرمین عمران خان پخپله دغه حلقه امیدوار دی.
په دې څوکۍ د جے يو آئي مولانا قاسم او د جماعت اسلامي عبدالواسع د عمران خان په مقابله کې دي، په حلقه کې د رجسټرډ ووټونو مجموعي شميره څلور لاکه 71 زره 184 ده.

د خېبرپښتونخوا ضمني انتخاباتو کښې د ليډي هيلته ورکرز نه د سيکورټي ډيوټي اخستو فيصله شوې ده۔

NA 24 چارسده
د اين اے 24 چار سده سيټ د پي ټي آئي اميدوار فضل محمد د استعفي له وجي خالي شوے د کومي نه د پي ټي آئي چيرمين عمران خان هم انتخابات کوي۔

د اے اين پي ايمل ولي خان او د جماعت اسلامي مجيب الرحمان هم مهم اميدواران دي، په دغه حلقه د رجسټرډ ووټرانو مجموعي شميره 526 زره 862 ده چې پکښې د زنانه ووټرانو شميره 291 زره 16 ده ۲۳۵۸۴۶ دی.

Leave a reply