د ملي دفاع وزیر د جګړه ییزو زده کړو قومندانۍ کې د اردو لیکو ته د جذب شوو پنجشیري ځوانانو سره کتلي.

د ملي دفاع وزیر د جګړه ییزو زده کړو قومندانۍ کې د اردو لیکو ته د جذب شوو پنجشیري ځوانانو سره کتلي.
14 اکتوبر 2022
د افغانستان دملي دفاع وزارت پخپله یوه تازه اعلامیه کې ویلي چې د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد پرون د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ کې له هغو سربازانو سره لیدلي، چې په دې وروستیو کې له پنجشیر ولایت څخه د ملي اردو په لیکو کې جذب شوي دي.
د دفاع وازرت خبرپاڼه زیاتوي، مولوي محمد یعقوب مجاهد له دغو سرتېرو سره په کتنه کې افغانستان د ټولو ګډ کور بللی او زیاته کړې یې ده چې د نظام دښمنان غواړي د قوم او مذهب په نوم د افغانانو یووالی له منځه یوسي.
د ملي دفاع وزیر زیاته کړه، ستاسو ځوانانو د قوي ارادې او اسلامي انګېزې پر وړاندې به زموږ دښمنان هېڅکله بریالي نه شي.
اړوند موضوعات
په پنجشیر کې د ملي دفاع وزارت د جلب او جذب قومانده د اردو لیکو ته ځوانان جذبوي
د ملي دفاع وزارت سرپرست د جګړیزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د ښوونیز بهیر د ارزونې په ترڅ کې، د سرتېرو ستونزې او وړانديزونه واورېدل او د حل په موخه يې د همکارۍ ژمنه وکړه.






