د پاکستان فوځ سرلښکر د سیلاب ځپلو سیمو دوره کړې ده، ځایی خلکو سره لیدنه کړې ده

0
196

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان فوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه د سندهه په صوبه کښې د سېلاب ځپلو سيمو دوره کړې چې په ترڅ کې يې په نوشهروفيروز کې په امدادي کارونو کې بوختو پوځيانو سره ليدلي او د نوشهر فيروز د ځايي خلکو سره يې هم خبرې کړي دي.

د آئي اېس پي آر له مخې د پوځ سرلښكر ووئيل د پاكستان پوځ به د متاثرينو تر بحالۍ پورې خپلو مرستو ته دوام وركوي۔د آئي ايس پي آر له مخې آرمي چيف د سندهـ سېلاب ځپلو سيمو هوايي سروے هم کړې ده۔

د پوځ سرلښکر ته په رسېدو د کور کمانډر کراچۍ لېفټېننټ جنرال محمد سعيد هرکلى وکړ.
دا خبره د یادونې ده چې کله نه چې په پاکستان کښې بارانونو او سیلابونو زیان رسولې نو د هغه ورځ څخه ترنن پورې د پاکستان فوځ ځوانان د سندهه او خیبر پښتونخوا په بیلا بیلو سیمو کښې په امدادي مرستو رسولو کښې بوخت دي.
………………………

Leave a reply