ننګرهار ولایت کې د درې وژل شویو کسانو جسدونه پیدا شوي دي
ننګرهار ولایت کې د درې وژل شویو کسانو جسدونه پیدا شوي دي
د ننګرهار ولایت اړوند بهسودو ولسوالۍ فارم هډې سره د درې وژل شویو کسانو جسدونه پیدا شوي، لا هم معلومه نده چې وژل شوي کسان څوک او د چا له خوا وژل شوي دي.
(2021 / 9 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
د ننګرهار ولایت اړوند بهسودو ولسوالۍ فارم هډې سره د درې وژل شویو کسانو جسدونه پیدا شوي، لا هم معلومه نده چې وژل شوي کسان څوک او د چا له خوا وژل شوي دي.
د طالبتنو له واکمنېدو وروسته له ننګرهار ولایت نه د نا امنیو راپورونه ډېر خپرېږي، څو ورځې وړاندې هم فارم هډې سیمه کې له یوۀ کس څخه سر پرې شوی ؤ او تېره ورځ هم د څلورو کسانوجسدونه موندل شوي ؤ .
تر دې وړاندې ننګرهار ولایت کې د طالبانو په موټرو چسپکي ماینونه الوځول شوي ؤ چې شلو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه، د هغو بریدونو مسؤلیت داعش ډلې په غاړه اخستی ؤ.
دا په داسې حال کې ده چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال داعش ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي ؤ چې د بهرنیو ځواکونو له بشپړ وتلو وروسته به د طالبانو پر ضد جګړه پیلوي.
طالبانو بیا د داعش په اړه ویلي ؤ چې افغانستان کې داعش شته نه او وي هم د ګواښ په توګه یې نشي پېژندلی.