د امارت اسلامي افغانستان د لوړ پوړي مشرانو په قطر کښې یو مهم ملاقات
باغي ټي وي رپورټ
د امارت اسلامی افغانستان د بهرینو چارو نایب وزیر مولوی شیر محمد عباس ستانکزئی په قطر کښې د ترکي سفیر ډاکټر ایم مصطفی ګوکسو سره ملاقات کړې دې.
په دې اهمه غونډه کښې د افغانستان په اړه اهمې او ګټورې خبرې شو ې دې، په ټویټر پانړه د ترکي اردو په نامه یو ټویټر اکاونټ لیکلي چې په دې ملاقات کښې د کابل هوایی ډګر د بیا فعالولو، افغان اولس سره د بشري مرستو او د افغانستان او د ترکي هیواد ترمینځ د اړیکو ته وده ورکولو په موضوع خبرې وشوې.
یاده دې وی چې د افغانستان نه د امریکا او نیټو ځواکونه به ۳۱ اګست ۲۰۲۱ واپس وتلی دي او په دې وخت کښې قطر،ترکي ، پاکستان او هم دغه شان د چین هیوادونه دي چې په دې هیواد کښې د امن راوستلو او افغانستان سره د بشري مرستو کولو غوښتنه کوي. یاده دې وی چې په دې اهم ملاقات کښې د امارت اسلامی افغانستان د قطر سیاسی دفتر د امن لپاره د مذاکراتو غړې او ویاند سهیل شاهین هم موجود وو.
یاده دې وی چې د امارت اسلامی افغانستان ویاند ذبیح الله مجاهد هم په یو خبري غونډه کښې غوښتنه کړې وه چې د نړۍ مغربي او مسلمان هیوادونو دې افغانستان سره اړیکي ټینګ کړې او افغانستان سره دې بشري مرستي وکړي. دا غوښتنه ی هم کړې چې ملګري ملتونه دې افغانستان نوې امارت اسلامی حکومت په رسمي توګه اوپیژني.
افغان نائب وزیرخارجہ مولوی شیر محمد عباس ستانکزئی نے قطر میں ترکی کے سفیر ڈاکٹر ایم مصطفی گوکسو سے ان کے دفتر میں ملاقات کی۔ دوطرفہ تعلقات کی مضبوطی، انسانی امداد اور کابل ایئرپورٹ کی فعالیت کے حوالے سے تبادلہ خیال ہوا۔ طالبان ترجمان سہیل شاہین بھی ملاقات میں موجود تھے pic.twitter.com/RHmwZZcYQN
— ترکیہ اردو (@TurkiyeUrdu_) September 23, 2021