افغانانو نن ورځ په ټولنیزو رسنیو کې د یو ملت او اتحاد نعره پورته کړی.

0
105

افغانانو نن ورځ په ټولنیزو رسنیو کې د یو ملت او اتحاد نعره پورته کړی.

11 اکتوبر 2022

د افغانستان د ټولنیزو رسنیو فعالانو او په عموم کې بیا زیاترو هیوادوالو نن ورځ د فیسبوک سربیره په ټویټر کې د یو ملت او اتحاد نعره پورته کړی او یو انګلیسي هشتاګ ( #UnitedAfghanistan) یې د بیلابیلو څرګندونو سره نشر کړی.

په یاد هشتاګ د افغان دولت لوړوپوړو چارواکو، نعیم وردګ، سهیل شاهین، ذبیح الله مجاهد، د بریښنا وزارت وزیر عبداللطیف منصور، عبدالحق حماد، انعام الله سمنګاني، مرستیال ویاند بلال کریمي او نورو ګڼو چارواکو خپلې څرګندونې کړي.

 

یاد هشتاګ وروسته په ټولنیزو رسنیو کې هغه وخت زور واخیست چې څو ورځې په ټویټر کې د هزاره نسل کشۍ په نوم هشتاګ چلیدلو او افغان دولت یې په دې تورن کړی و، چې یاد دولت د پښتنو او یا هم د یو قوم د خلکو دی، خو نن ورځ یاد هشتاګ سره زرګونه افغانانو خپلې څرګندونې چې پکې ازبک، هزاره، تاجک، ایماق، پشه یي او نورو قومونو وګړو دلته د وحدت نعره پورته کړی او ویلي یې دي چې موږ ټول افغانان او یو ملت یو.

 

په یاد هشتاګ د افغان دولت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد پخپل ټویټ کې لاندې انځور نشر کړی او ویلي یې دي: “هزاره، تاجک، ازبک او پښتون ټول متحد او یو ملت دي.
راځئ چې زموږ دښمنان په دې حالت ماتم وکړي، موږ به هیڅکله تقسیم ونه منو.”.

په یاد هشتاګ د افغان دولت

تر اوسه په دغه هشتاګ تر اویا زرو پورته تبصرې او ټویټونه شوي، چې پکې بیلابیلې تبصرې، ویډیوګانې او نور په انځوریزه بڼه ټویټونه شامل دي.

Leave a reply