وزیراعظم شهباز شریف له ملګرو ملتونو یوه مهمه څوکۍ او ذمه واري ورکړې ده
باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف د ملګرو ملتونو د موسمياتي بدلون او د ستونزو هوارولو تنظيم (COP27) د ګردي ميز کانفرنس د نائب چيئرمېن په توګه اعلان کړے دے۔
د “کنفرنس آف پارټیز” (COP-27) لخوا د غونډې په مهال د نائب صدارت د پاکستان لپاره یو لوی نړیوال اعزاز دی.
د ملګرو ملتونو د 195 هېوادونو په ډله کې پاکستان ته دا اعزاز په داسې حال کې ترلاسه شوی چې د COP 27 صدارت د مصر په لاس کې دی او د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسی هم وزیراعظم شهباز شریف ته د غونډې د مشرتوب بلنه ورکړې ده.
وزيراعظم شهباز شريف، د ناروې وزيراعظم او د مصر صدر به په ګډه د ګردي ميز کانفرنس مشري کوي او د پارټيز کانفرنس به د نومبر په مياشت کښې د مصر په شرم الشيخ کښې کېږي.
په غونډه کې به د نړۍ مشران، د نړۍ د مالي ادارو مشران او د فکري ادارو مشران ګډون وکړي. وزيراعظم به د نړۍ له مشرانو، د دولتونو له مشرانو او د نړيوالو مالياتي ادارو له مشرانو سره هم دوه اړخيزې ليدنې کوي، په داسې حال کې چې دا به د ملګرو ملتونو لخوا د موسمي بدلون مسلو او د هغو د حل په اړه 27مه غونډه وي.
ه ته دا مقام د ماحولياتو د بدلون په اړه د وزيراعظم شهباز شريف د بااثره آواز له وجې ورکړے شوے دے۔
د وروستيو سېلابونو نه وروستو وزيراعظم شهباز شريف د شانګهائي همکارۍ تنظيم او د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ په 77مه غونډه کې د موسمي بدلون په اړه موثر غږ پورته کړو.
د “SCO” سازمان په کچه د موسمي بدلون مسله پورته کولو لپاره د وزيراعظم شهباز شريف د وړانديز نورو هېوادونو هم ملاتړ کړی دی.
نور خبرونه
د داخله چارو وزیر د اینټي کرپشن اداري په ضد د عدالت دروازه ټکولو لپاره تللې دې
پاکستان تحریک انصاف د بنیادي قانون دفعه ۱۴۴ په اسلام آباد هایی کورټ کښې چیلنج کړې ده
پخوانۍ اولس مشر آصف علی زرداري د روغتون څخه خپل کور ته وړل شوې دې
کویټه کښې د لاسي بم برید شوې دې ، په برید کښې ۴ کسان ژوبل شوي دي
پخوانۍ وزیراعظم نواز شریف به نن لندن کښې رسنیو سره خبرې وکړي
نن ټول پاکستان کښې د آخري پیغمبر اسلام د ولادت ورځ نمانځل کیږي