د پاکستان سپریم کورټ د نشه ی توکو په قضیه کښې ۲۵ کاله زنداني بري کړې دې

باغی ټي وي رپورټ
هغه تورن چې د نشه يي توکو په تور په ۲۵ کاله بند محکوم شوی و، برائت ورکړل شو.
د استغاثې له مخې د ملزم له ګاډي نه چرس برآمد شوي وو چې په دې ورستيو كښې عدالت ملزم ته د 25 كالو د بند او يو لاکه روپو جرمانه سزا اورولې وه٬ د پېښور هائي كورټ هم د ملزم سزا برقرار ساتلې وه۔
خو اوس سترې محکمې تورن کسان له دوسیې څخه بري کړې دې .
محکمې ویلي، هغه پولیس چې د چرسو نمونه یې لابراتوار ته وړله، د شاهد په توګه حاضر نه شو.
دا خبره مهمه ده چې ځایی اولس نیوکې کوي چې پولیس داسې کسان ونیسي چې د نشه ی توکو په قاچاق کښې ککړی وی خو بیا ی عدالت یا پولیس د څو ورځو زنداني کیدو پس خوشي کړي.
ځایی اولس غوښتنه کوي چې نشه ی توکو کاروبار کوونکو کسانو په ضد دې سخته قانونی کاروایی وکړې شي.
دا خبره هم مهمه ده چې څو ورځې وړاندې صدر پاکستان قانون منظور کړې چې تر لسو کلو نشه ی توکو باندې به د عمر زنداني کیدو سزه ورکړل شي.
…………………………
نور خبرونه
د اقتصاد په برخه کښې نوبل نړیواله جایزه درې ۳ امریکایی اقتصاد پوهانو ته ورکړل شوه
پاکستان تحریک انصاف د بنیادي قانون دفعه ۱۴۴ په اسلام آباد هایی کورټ کښې چیلنج کړې ده
پخوانۍ اولس مشر آصف علی زرداري د روغتون څخه خپل کور ته وړل شوې دې
کویټه کښې د لاسي بم برید شوې دې ، په برید کښې ۴ کسان ژوبل شوي دي
پخوانۍ وزیراعظم نواز شریف به نن لندن کښې رسنیو سره خبرې وکړي
نن ټول پاکستان کښې د آخري پیغمبر اسلام د ولادت ورځ نمانځل کیږي





