د اقتصاد په برخه کښې نوبل نړیواله جایزه درې ۳ امریکایی اقتصاد پوهانو ته ورکړل شوه

0
154

باغی ټي وي رپورټ
د اقتصاد په برخه کې د ۲۰۲۲ کال نوبل جایزه ۳ امریکايي کارپوهانو ته ورکړل شوه.

د سویډن د علومو د شاهي اکاډمۍ په وینا، بین ایس برنانکي، ډګلاس ډبلیو ډیمنډ او فیلیپ ایچ ډیبوګ ته به د اقتصاد په برخه کې د نوبل جایزه ورکړل شي.
دغو دریو متخصصینو ته د بانکونو د رول او مالي بحرانونو په اړه د دوی د څیړنې لپاره جایزه ورکول کیږي.

دا د اقتصاد په برخه کې د نوبل ۵۴مه جایزه ده او د یو میلیون سویډني کرونر د جایزې پیسې به د درو کارپوهانو ترمنځ وویشل شي.

دغو دریو کارپوهانو ته د نوبل د جایزې د ورکولو پریکړه وروسته له هغې وشوه چې د نړۍ د اقتصادي بحران د زیاتیدو د خطر په اړه وروستي خبرداری ورکړل شو.
دا خبره مهمه ده چې د سویډن د ساینس شاهي اکاډمۍ څو ورځې وړاندې هم اعلان کړې وو چې د 2022 لپاره به د ساینس شاخ فزیکس په برخه کې د نوبل جایزه په ګډه درې ساینس پوهانو ته ورکړل شي.

د استرالیا، امریکا او فرانسې ساینس پوهانو د کوانټم ساینس په اړه د دوی د څیړنې لپاره د فزیکس په برخه کې د نوبل جایزه وګټله.

د فرانسې څخه الین سپیک، د متحده ایالاتو څخه جان کلاوزر او د اتریش څخه انتون زیلینګر ته دا جایزه ورکړل شوه ځکه چې د دوی څیړنیز کار د ځواکمنو کمپیوټرونو او مخابراتي سیسټمونو نوي نسل ته لاره هواره کړه چې جاسوسي یې ناممکنه ده.

Leave a reply