په سمنګان او سرپل کې د نشه یي توکو د تولید څلور فابریکې کشف او ظبط شوې.

په سمنګان او سرپل کې د نشه یي توکو د تولید څلور فابریکې کشف او ظبط شوې.
10 اکتوبر 2022
د سمنګانو ولایت د امنیه قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې یې د نشه يي توکو د تولید ۳ فابریکې کشف او ضبط کړې دي.
د سمنګانو د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر احسان الله مزمل وايي چې په مرکز او دره صوف ولسوالۍ کې د نشه یي توکو درې کارخانې کشف شوې دي.
هغه زیاته کړه چې، له کشف شویو فابریکو ۸ زره کیلو ګرامه اومان ترلاسه او په تړاو یې ۱۳ تنه هم نیول شوي دي.
نوموړی زیاتوي چې په تېرو شپږو میاشتو کې په دغه ولایت کې ۲۴ تنه د نشه يي توکو د پلور په تور نیول شوي دي.
همدا راز سرپل ولایت کې هم د نشه يي توکو د تولید یوه ستره فابریکه کشف او په تړاو یې ۱۵ تنه ونیول شول.
اړوند موضوعات
په دغې اړه ملي دفاع وزارت ویلي چې د ۲۰۹ الفتح قول اردو ځواکونو د سرپل د بلخاب ولسوالۍ په للندر کلي کې عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې د نشه يي توکو د پروسس یوه ستره فابریکه کشف او له منځه وړل شوې.






