افغان دولت د اوسپنې پټلۍ په برخه کې ترکمنستان هیواد ته د روزنې لپاره محصلین لیږي.

0
49

افغان دولت د اوسپنې پټلۍ په برخه کې ترکمنستان هیواد ته د روزنې لپاره محصلین لیږي.

9 اکتوبر 2022

نن ورځ د تلې په ۱۷مه د ترکمنستان او افغانستان د اوسپنې پټلۍ مسؤلینو تر مینځ ګډه انلاین ناسته ترسره شوه.

په یاده آنلاین ناسته کې د اوسپنې پټلۍ اړوند مسؤلینو ترکمنستان ته د معرفي شویو محصلینو د پروسې پر چټکتیا، د آقینې – اندخوی ۳۰ کیلومتره اوسپنې پټلۍ د بیلونو په اجراء کولو، له آقینې څخه تر مزارشریف ښار پورې د اوسپنې پټلۍ رسولو او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ مالي حسابونو په تصفیې هر اړخیز بحثونه وشول.‏

همدا راز په دغه ګډه ناسته کې پریکړه وشوه چې د اوسپڼې پټلۍ په برخه کې د روزنې لپاره دې ترکمنستان هیواد ته د محصلینو د لیږد پروسه چټکه او پراخه شي.

یاده دې وي چې افغان دولت په وروستیو کې د اوسپنې پټلۍ په کار چټکتیا پیل کړی او ترکمنستان او ایران سره په دغه برخه کې پر مخ لاړ دي.

اړوند موضوعات

د ایران د خواف او افغانستان هرات اوسپنې پټلۍ د درېمي برخې د ترمیم چاري پیل شوې.

 

همدا اوس د خواف، هرات او همدا راز د اقیني او ترکمنستان تر مینځ د اوسپنې پټلۍ کارونه چټک روان دي.

Leave a reply