آیاد د مدینې په ریاست کښې ظلم،ناانصافي او زور زیاتې وو؟ وزیراعظم شهباز شریف
باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې شپه او ورځ د مدينې منورې رياست نوم اخلي او که په ضد يې کارروائي کيږي نو دا خو سپکاوی نه دی؟ آيا د مدينې په دولت کې د اساسي قانون، قانون او محکمې نافرماني ممکنه ده؟
لاهور کښې نړيوال سيرت النبي کانفرنس ته د وينا په مهال وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د مدينې په رياست کښې بيت المال يا توشه خانه د عايد ذريعه ګرځېدلے شي؟ د مدينې په دولت کې د قانون په وړاندې ټول برابر دي، تر کومه وخته به خپلو دوديزو ويناوو ته دوام ورکوي، د مدينې دولت هغه وخت جوړېدلای شي چې د رسول الله (ص) او صحابه کرامو په نقش قدم ولاړ وي.
وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې مدينه منورې رياست دسياسي او مذهبي ازادۍ غوره نمونه وه، دقوم يووالي ختمه کړه، اجتماعي تاو تريخوالي ی پیل کړي او خبرې د مدينې د رياست خبرې کوي؟ مخالفین په ناحقه د دروغو په قضیو کښې په زندانونو کښې واچول شي؟
هغه وویل چې دا چلند د هغه چا لخوا ترسره کیدی شي چې د مدینې په ریاست باور لري. مثال يې د مدينې دولت دی، خو عام وګړي حتی محکمې ته ځواب ورکولو ته تيار نه دي، قاضي که حساب وغواړي، پرې بريد کوي، آيا د عدل او انصاف تقاضا هماغه د مدينې په دولت کې ده؟ آیا قوي او ضعیف په ریښتیا د قانون لاندې دي؟