اسلام آباد کښې د امریکا د سفارت یو نماینده پلاوي د پاک افغان پوله تورخم دوره وکړه

0
223

باغی ټي وي رپورټ
نن د خالي په ورځ د پاکستان په پایه تخت اسلام آباد کښې د امریکا حکومت نماینده وفد د پاک افغان پوله تورخم دوره وکړو، د ضلع خیبر تاریخي لنډیکوتل،خیبر پاس او مچنې چیک پوسټ په اړه د امریکا نماینده وفد ته بریفنګ ورکړې شو.
د سرچینو مطابق په اسلام آباد کښې د امریکا په سفارت کښې د مشن مرستیال انډریو شوفر د اکتوبر په اتمه په تورخم کې د پاکستان-افغانستان پولې لیدنه وکړه. DCM، ډپټي چیف آف مشن شوفر ته د سیمې د تاریخي اهمیت او د دواړو هیوادونو ترمنځ په تجارت کې د هغې د رول په اړه بریفنګ ورکړل شو.
امریکایی استازې ته د امنیتي ځواک لوړ پوړي ددې سیمې د اهمیت په اړه بشپړه بریفنګ ورکړو. اسلام آباد کښې د امریکا د سفارت ویب پانړې مطابق ښاغلې شوفر په اسلام آباد کښې د امریکا په سفارت کښې د کال ۲۰۲۲ د اګست میاشتې څخه خپله دنده ترسره کوي.
…………………….

Leave a reply