بلاول بوټو: د هغه ټولو هیوادونو سره مو اړیکې د پخوا پرتله ښې شوي، کومو سره چې دا څلور کاله ترینګلې شوې وې. 

0
56

بلاول بوټو: د هغه ټولو هیوادونو سره مو اړیکې د پخوا پرتله ښې شوي، کومو سره چې دا څلور کاله ترینګلې شوې وې. 

8 اکتوبر 2022

باغی ټي وي رپورټ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بهټو زرداري ویلي دي چې په تیرو څلورو کلونو کې د کومو هیوادونو سره چې زمونږ اړیکې  متاثره شوې وې، نن هغوي سره زمونږ اړیکې ښې شوې دي.

 

جرمني ميډيا سره خبرو کې بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې مونږ د جرمني لخوا د 6 کروړه ډالرو امداد منندوي يو، مونږ د خيرات او سوال کولو خبره نه کوو بلکې د انصاف غوښتنه کوو.

دبهرنيو چارو وزير زیاته کړه چې پاکستان ته به د سيمې څخه دسيلاب ځپلو لپاره دنړيوالې ټولنې اؤ نړيوالو ادارو څخه دړزياتې مرستې ضرورت وي اؤ ککړ هيوادونه اخلاقي ذمه واري لري چې دټولو نړيوالو ستونزو سره دمرستې لپاره مرسته وکړي.

اړوند موضوعات

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر د فیټف د پاکستان په اړه د مثبت بیان هرکلې کړې دې

 

بلاول بهټو وويل په څلورو پينځو مياشتو کې ددواړو هيوادونو څخه ښه ځواب ترلاسه شوى، په تيرو څلورو کلونو کې دامريکا، عرب اؤ گاونډيو هيوادونو سره اړيکې اغيزمنې شوې، په درنښت او درناوي خبرو کولو سره په څلورو کلونو کې اړيکې ډيرې ښې شوې. – پنځه میاشتې، خو د اړیکو د ښه کولو لپاره لا زیاتو هڅو او کار ته اړتیا ده، وزیرخارجه اوویل او زیاته ی کړه چې اوس مونږ سم لوري ته روان یو.

Leave a reply