د افغانستان نه دې اقتصادي بندیزونه لرې کړې شي: د چین حکومت غوښتنه

0
311

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د چین هیواد سفیر وانګ په خپل ټویټر پانړه یو خبر خپور کړې ، په دې خبر کښې غوښتنه شوې چې د افغانستان نه دې نړیوال اقتصادي او معاشي بندیزونه ختم شی.

په خبر کښې لیکل شوي چې د افغانستان اولس سره دې په بیړني توګه بشري مرستې وشي. یاده دې وی چې د طالبانو حکومت هم د امریکا نه غوښتنه کړې چې ددوی کنګل شوي ۱۰ لس ملیارد ډالر دې دوی ته ورکړې شي، د امارت اسلامی افغانستان مشرانو د غوښتنه هم کړې چې امریکای دې دوی ته د سرو زرو ذخیرې هم حواله کړي.

Leave a reply