امیرخان متقي د قرغزستان حکومت نمایندګانو سره لیدلي

0
158

باغي ټي وي رپورټ
د امارت اسلامی افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقی د قرغزستان هیواد د حکومتي نمایندګانو سره ملاقات کړي دې.
د امارت اسلامی افغانستان د قطر سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم په خپل ټویټر پانړه لیکلي چې امیر خان متقی د قرعزستان د رئیس جمهور امنیتي معاون طلعت بیګ او د رئیس جمهور د بهرنۍ پالیسۍ څانګې مشر ژین بیګ سره ملاقات کړې دي .
ډاکټر نعیم لیکی چې د امارت اسلامی وزیر د قرغزستان حکومت نمایندګانو ته په خیر راغلې او ستړي مشي اوویل او ددوی د مرستو ی شکریه ادا کړه.
یاده دې وی چې د امارت اسلامی افغانستان عبوری حکومت د ټول مغربي او مسلمان هیوادونو غوښتی چې د طالبانو حکومت سره اړیکې ټینګې کړي، د ملګري ملتونو نه ی هم غوښتنه کړي چې دوی دې امارت اسلامی افغانستان حکومت په رسمي توګه اوپیژنی .

Leave a reply