بادغیس کې د ټرافیکي پېښې لۀ امله دوو مېرمنو ته مرګ ژوبله اووښتې ده

0
62

بادغیس کې د ټرافیکي پېښې لۀ امله دوو مېرمنو ته مرګ ژوبله اووښتې ده

سرچينه وايي، چې په دې پېښه کې يوه مېرمن وژل شوې او بله ټپي شوې ده. خو له بلې خوا يو شمېر سرچينې ادعا کوي چې په دې پېښه کې څلور تنه مړه او ١٣ نور ټپيان شوي دي. تر اوسه په بادغیس ولایت کې د وسله والو ط’البانو سیمه ییزو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

(2022 / 10 / 6    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د بادغیس ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د هرات – بادغیس پر لویه لار یو مسافر وړونکی منی بس په وادۍ کې چپه شوی، چې له امله یوه مېرمن مړه او بله ټپي شوې ده.

د بادغيس د عامې روغتيا رياست مرستيال او سرپرست ډاکټر عبدالستار رسنیو ته ویلي، چې دا پېښه نن پنجشنبه د ميزان په ١٤مه، د بادغيس ولايت د “ګلي تنګ” په سيمه کې رامنځته شوې ده. یوې سرچینې رسنیو ته ویلي، دغه موټر په داسې حال کې حرکت پیل کړ، چې د تخنیکي ستونزو له امله ولاړ ؤ او موټر چلوونکي یې ترمیم کاوه.

اړوند موضوعات:

سالنګ کې د ټرافیکي پېښې لۀ امله دوه کسه وژل شوي دي

Leave a reply