زرګونو شمیر افغان کورنیو سره مرستې وشوې
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په بیله بیلو ولایتونو کښې د امارت اسلامی افغانستان د چارواکو له طرف نه په بې وسه کورنیو مرستې ویشل شوي دی.
د پژواک خبري ایجنسۍ یو رپورټ مطابق د بغلان ولایت په مرکز پل خمري کښې د اتو زرو نه زیات کورنیو سره مرستې وشوې.
یاده دې وی چې دې نه وړاندې هم په مزار شریف او نور ولایتونو کښې هم په غریبه کورنیو مرستې ویشل شوي دي، د امارت اسلامی افغانستان وزیراعظم مولانا محمد حسن اخوند هم په یو بیان کښې ویلي وو چې هغه مرستې چې افغانستان ته رالیږل شوي دي ، اول د د پنجشیر اولس ته ورسول شي.
په بغلان کې پر اتو زرو بېوزلو کورنیو د مرستې وېشلو لړۍ پيل شوه https://t.co/9dreZxYxz0 pic.twitter.com/3TsGfwpAb6
— Pajhwok Afghan News (@pajhwok) September 23, 2021