امریکایي او روسي نظامي چارواکو د افغانستان په اړه ناسته کړې

امریکايي او روسي چارواکو د افغانستان په اړه ناسته کړې
یو شمېر روسي او امریکايي رسنیو خبر ورکړی چې له ۲۰۱۹ م کال وروسته د لومړي ځل لپاره یو ځل بیا امریکایي او روسي نظامي چارواکو ګډه ناسته کړې چې د بجث ډېری موارد یې د افغانستان اړوند موضوعات ؤ.
(2021 / 9 / 23 نېټه باغي ټلویزون)
یو شمېر روسي او امریکايي رسنیو خبر ورکړی چې له ۲۰۱۹ م کال وروسته د لومړي ځل لپاره یو ځل بیا امریکایي او روسي نظامي چارواکو ګډه ناسته کړې چې د بجث ډېری موارد یې د افغانستان اړوند موضوعات ؤ.
دغو رسنیو خبر ورکړی چې امریکایي او روسي نظامي چارواکو دغه لیدنه په هلسنګي کې کړې ده.
له معمول سره سم د دغې لیدنې جزیات هم ندي خپاره شوي؛ خو امریکايي رسنیو ویلي چې د دغو لیدنو مهم اړخ د افغانستان په اړه خبرې وې.
د امریکا او روسیه د نړۍ بېلابېلو برخو کې ګډې نظامي ګټې لري چې د دغو ګټو خوندي ساتلو او پاللو لپاره وخت ناوخت دغسې ناستې ترسره کوي.






