ملي سوداګرو په امریکا غږ کړی چې د افغانانو کنګل شوې پیسې دې آزادې کړي

0
201

ملي سوداګرو په امریکا غږ کړی چې د افغانانو کنګل شوې پیسې دې آزادې کړي

ملي سوداګرو نن په بلخ ولایت کې د سوداګرۍ په خونه کې جوړ شوي مطبوعاتي کنفرانس له لارې په امریکا غږ وکړ چې د افغانستان کنګل شوې پیسې بیرته آزادې کړي او اجازه ورکړی چې دغه هېواد له سخت بحراني وضعت سره مبارزه وکړي.

 

(2021 / 9 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)

ملي سوداګرو نن په بلخ ولایت کې د سوداګرۍ په خونه کې جوړ شوي مطبوعاتي کنفرانس له لارې په امریکا غږ وکړ چې د افغانستان کنګل شوې پیسې بیرته آزادې کړي او اجازه ورکړی چې دغه هېواد له سخت بحراني وضعت سره مبارزه وکړي.

دوی په نړیوالو غږ وکړ چې افغانستان اقتصادي ودې ته اړتیا لري او په دې برخه کې باید ورسره مرستې وشي.

دغۀ کنفرانس کې له نړیوالو وغوښتل شول چې د افغانستان میلیاردونه ډالره کنګل شوې پیسې آزادې کړي تر څو دغه سوداګر په ډاډه زړه نړۍ سره سوداګري وکړي او افغانستان له بد اقتصادي ناورین څخه وژغوري.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له راتګ سره سم امریکا د افغانستان ۹.۵ میلیارده ډالره بلاک کړل.

Leave a reply