چین په جي هېوادونو غږ کړی چې افغانستان سره دې مرستې زیاتې کړي

0
209

چین په جي شل هېوادونو غږ کړی چې افغانستان سره دې مرستې زباتې کړي

د چین د بهرنیو چارو وزیر د جي شل هېوادونو په انلاین غونډه کې په د جي شل هېوادونو په ګډونوالو هیوادونو غږ کړی چې افغانستان سره دې مرستې زیاتې کړي.

 

(2021 / 9 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)

د چین د بهرنیو چارو وزیر د جي شل هېوادونو په انلاین غونډه کې په د جي شل هېوادونو په ګډونوالو هیوادونو غږ کړی چې افغانستان سره دې مرستې زیاتې کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې ویلي چې افغانستان له سختو جګړو راوتلی او اوس ډېرو مرستو ته اړتیا لري چې باید ورسره مرسته وشي.

د نوموړي په وینا چې افغانستان کې لوی تحولات راغلي چې تر بل هر وخت نه ډېر اوس یاد هېواد بشري مرستو ته اړتیا لري.

وانګ همدارنګه په امریکا غږ کړی چې د افغانستان کنګل شوې شتمني دې بیرته ورکړي ځکه د نوموړي په وینا چې دا شتمني د افغانستان خپله شتمني ده او له دې شتمنۍ دې په افغانانو د فشار راوړلو لپاره کار نه اخستل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې چین له افغانستان سره د بشر دوستانه مرستو لپاره ۳۱ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه.

 

Leave a reply