حکمتیار: عصري علوم مباح ګڼل، د اسلام د صریح حکم او جمهورو علماوو مخالفت دی

نوموړي ویلي: «کله چې مسلمان د عصري علومو په اهميت پوهېده پر ټوله نړۍ حاکم و. خو اوس يې چې عصري تعليم پرېښی دغه يې حال دی.»
د یادونې وړ ده چې د حنفی خبرې وروسته تر هغې د خلکو غبرګونونو سره مخ شوې چې نوموړي د عباس ستانکزي د هغو خبرو پۀ مخالفت کې چې تعلیم یې پر نر اوښځه فرض ګڼلی ؤ، وویل چې د عصري زده کړو کول مباح او د آمر امر منل واجب دي.
(2022 / 9 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار د ط’البانو د امر بالمعروف وزير خالد حنفي وروستيو څرګندونو ته، چې د عصري علومو زده کول يې مباح ګڼلي، په ځواب کې ويلي، د عصري علومو مباح ګڼل نه يوازې د اسلام د صريح حکم او جمهورو علماوو مخالفت دی، بلکې د يو مسلمان په توګه دغسې څرګندونې د ټول امت لپاره ډېر د شرم وړ دي.