خلیلي: د طالبانو کابینې ته په کتلو هزاره مجبور دي بیا د جنګ میدان ته وګرځي

0
197

 خلیلي: د طالبانو کابینې ته په کتلو هزاره مجبور دي د جنګ میدان ته وګرځي

د ریاست جمهورۍ پخوانی مرستیال او هزاره قوم مخور مشر کریم خليلي له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې څنګه چې تمه کېدله طالبانو هغه ډول کابینه جوړه نکړه او د هزاره قوم د محوه کېدلو لپاره هزاره مجبور دي یو ځل بیا د جنګ ډګر ته وګرځي.

 

(2021 / 9 / 22  نېټه باغي ټلویزیون)

د ریاست جمهورۍ پخوانی مرستیال او هزاره قوم مخور مشر کریم خليلي له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې څنګه چې تمه کېدله طالبانو هغه ډول کابینه جوړه نکړه او د هزاره قوم د محوه کېدلو لپاره هزاره مجبور دي یو ځل بیا د جنګ ډګر ته وګرځي.

نوموړي دغه راز وویل چې د طالبانو اداره ټولشموله نده او هزاره، تاجک ا  ازبک قومونه مجبوره دي چې د خپلو حقوقو د تر لاسه کولو لپاره یو ځل بیا د جګړې ډګر ته وګرځي.

نوموړي ټینګار کړی چې طالبان دې ژر تر ژره خپله کابینه کې بدلون راولي او د افغانستان ټولو قومونو ته دې حکومت کې ځای ورکړي.

تر دې وړاندې یو شمېر تاجک او ازبک مشرانو هم د طالبانو د کابینې مخالفت کړی ؤ او دا یې د دولت او څوکیو یرغملېدل ګڼلي ؤ؛ خو طالبان بیا وایي چې د دوی اداره ټولشموله ده او ټولو قومونو ته یې ونډه پکې ورکړې ده.

Leave a reply