نړۍ دې طالبانو سره خبرې روانې وساتي: د قطر امیر غوښتنه
باغي ټي وي رپورټ
د ملګري ملتونو د عمومي غونډې ته په وینا کښې د قطر هیواد امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني ویلي دي چې د افغانستان طالبانو حکومت سره دې اړیکې او خبرې روانې وساتل شي.
د قطر امیر زیاته کړې چې نړې دې بشري مرستې د سیاسی اختلافونو بیلې کړې او د افغان اولس سره دې مرستې جاري وساتل شي.
د قطر امیر اوویل چې د طالبانو سره دوامدارې خبرې ضروري چې په دې ملک کښې امن راشي او د طالبانو سره د خبرو ډیره مثبته نتیجه ورکړې ده.
د قطر امیر دا خبرې په داسې وخت کښې د ملګري ملتونو د عمومي اسمبلې غونډې ته کړي چې د امارت اسلامی افغانستان ویاند ذبیح الله مجاهد هم د ملګري ملتونو غوښتي چې طالبان دې په رسمین اوپيژني.
د امارت اسلامی افغانستان مشرانو ملګري ملتونو نهه کسیزې کمټې ته چې چین،امریکا او روس ی غړي دي خط استولې او د قطر سیاسي دفتر د صلحې د پروسې غړي سهیل شاهین ی د ملګري ملتونو لپاره نماینده ورپیزندلې دې.
په دې خط کښې طالبانو دا ویلي چې په ملګري ملتونو کښې د افغانستان پخواني نماینده اسحاق زی د کار دوره پای ته رسیدلې ده.
په بي بي سي نیوز چاپ شوې د رایټرز خبري ایجنسې رپورټ مطابق د ملګري ملتونو د عمومي ناستې له قانون سره سم چې د باورلیک کمېټې پرېکړه نه وي کړې نو تر هغه پورې به ښاغلی اسحق زی په ملګري ملتونو کښې د افغانستان نماینده وي.
یاده دې وي چې د بي بي سي رپورټ مطابق په عمومي اسمبلۍ کښې د دوشنبې په ورځ چې روستې ورځ ی ده، اسحاق زی ته وخت ورکړې شوې چې غونډې ته وینا وکړي.